د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره لیدنه کړې، چې له امله یې سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانسونه سختې نیوکې کړې دي.
«تسنیم» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، د تلې په لومړۍ نېټه، په یوه مطلب کې د عراقچي د لیدنې هدف رد کړی او له هغه څخه یې غوښتنه کړې چې بخښنه وغواړي. د دې اژانس په وینا، د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران شرطونه مخکې له منځګړو سره امریکا ته رسېدلي و، نو له همدې امله د دې شرطونو بیا رسول د امریکايي لوري سره د تماس لپاره توجیه نه لري.
«فارس» خبري اژانس هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې «له وېټکاف سره د لیدنې د لامل په اړه له عراقچي درې پوښتنې» دی. دغه اژانس هم د عراقچي له لیدنې سره نیوکه کړې او پوښتنه کړې چې که د تهران شرطونه مخکې له دې رسېدلي و، نو ولې له امریکا سره بیا تماس نیول اړین و؟
فارس ادعا کړې چې د امریکايي لوري سره لیدنه ممکن د تېلو پر بازار فشار راکم کړي او د ډونالد ټرمپ پر حکومت اقتصادي فشار کم کړي. دغه اژانس همدارنګه پوښتنه کړې چې ولې د امریکا له لوري د ایران د شرطونو د منلو له اعلان مخکې دا تماس نیول شوی دی.
دا نیوکې وروسته له هغه راپورته شوې چې د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون د سېشنبې په ماښام خبر ورکړ چې عراقچي د امریکايي لوري په ټینګار له وېټکاف سره لیدلی او د دې لیدنې هدف د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران د شرطونو رسول و.
موضوع: د عراقچي او وېټکاف ترمنځ لیدنه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS