په داسې حال کې چې واشنګټن تراوسه د تهران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره وړاندې شوې طرحې ته رسمي ځواب نه دی ویلی، راپورونه ښیي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه وړاندیز رد کړی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د اکمالاتو یوه مهمه سمندري لار ګڼل کیږي او د امریکا او ایران ترمنځ د شاوخوا اوه میاشتنیو شخړو په مرکزي محور کې دی.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې وویل چې ایران د قطر له لارې امریکا ته یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې ده. عراقچي زیاته کړه چې که لازم شرطونه پوره شي، نو تنګی بېرته پرانیستل کیدای شي او عادي سمندري تګ راتګ به په اوو ورځو کې پیل شي.
عراقچي د ټرمپ له استازي سټیف وېټکاف سره خبرې کړې وې او د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې شرطونه وړاندې کړي وو. خو د عراقچي له څرګندونو څو ساعته وروسته، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې ټرمپ دغه وړاندیز رد کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې ولسمشر شک لري چې تهران به د دې غوښتنې ومني او په دې باور دی چې ممکن د ایران پر وړاندې بیا بریدونه پیل شي.
د عراقچي په وینا، د ایران په طرحه کې غوښتنه شوې چې د لبنان په ګډون په ټول منځني ختیځ کې دې ټولې شخړې د اوو ورځو لپاره ودرول شي. د ایران د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي چې مسعود پزشکیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره په کتنه کې ویلي چې ایران د خبرو مېز نه دی پرېښی، خو د تېرو تجربو له امله نور پر امریکا باور نه لري.
د فرانسپرس راپور ښیي چې د تهران د شرطونو په لړ کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول هم شامل دي، چې اټکل کیږي لږ تر لږه ۱۲ میلیارډه ډالره ارزښت لري. ایران غواړي چې پر تېلو لګول شوي بندیزونه لیرې شي او د امریکا له خوا سمندري محاصره پای ته ورسیږي.
موضوع: د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران طرحه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports