د ملل متحد د ښځو برخې تازه موندنې ښیي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوراکي ناامني سره مخ دي. دغه اداره د جمعې په ورځ (۱۰ میزان) د خپل تحلیلي راپور په خپرولو سره وویل چې په ختیځ منځني کې ۲۸ جګړه ځپلو او بحران سره مخ هیوادونو کې د ښځو او نجونو د خوراکي امنیت وضعیت جدي تهدید سره مخ دی.
د راپور له مخې، تر دسمبر میاشتې پورې ممکن ۱۱.۷ میلیون ښځې او نجونې په دې ۲۸ هیوادونو کې له دې وضعیت څخه سخت زیانمن شي. راپور زیاتوي چې په هغو هیوادونو کې چې ښځې لږ په بازار کار کې شاملې دي، د خوراکي ناامني سره مخامخیدل یې زیات دي.
په افغانستان کې اوس مهال ۹۵ سلنه ښځې د کار په بازار کې نه دي او اقتصادي لحاظه د نارینه وو پر وړاندې متکي دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې ښځې او نجونې د خوراکي ناامني سره مخ شي.
د افغانستان ترڅنګ، یمن، سودان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هم د هغو هیوادونو په توګه یاد شوي چې هلته ښځې او نجونې د خوراکي ناامني په لوړه کچه سره مخ دي. دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې مخکې له دې هم د ملل متحد ځینو ادارو ویلي وو چې میلیونونه افغانان د فقر لاندې ژوند کوي او د خپلو کورنیو لپاره کافي غذا تامینولو توان نه لري.
موضوع: افغان ښځې د خوراکي ناامني سره مخ دي
سرچینه: Azadi Radio خبر ها