د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دې باور دی چې په اوسنیو شرایطو کې د ایران پر احتمالي بریدونو خبرې د اسرائیل په ګټه نه دي. نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د اسرائیل د پوځ له راډیو سره په مرکه کې وویل: "زما په اند، دا کار په اوسنیو شرایطو کې زموږ لپاره مناسب نه دی."
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا اکسیوس وېبپاڼې راپور ورکړ چې نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دواړو هېوادونو تر انتخاباتو مخکې د ایران پر بریدونو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړې دي. اکسیوس د سېشنبې په ورځ «د تلې په ۲۱مه» د دوو امریکايي چارواکو او یوه اسرائیلي چارواکي په حواله وویل چې ټرمپ او نتانیاهو تېره اوونۍ د ایران پر وړاندې د نوي پوځي عملیاتو په اړه خبرې کړې.
د راپور له مخې، نتانیاهو د اسرائیل د استخباراتي ادارو له معلوماتو اندېښنه څرګنده کړې چې د ایران حکومت د خپل اټمي پروګرام د بیا رغولو هڅې کوي. اکسیوس همدارنګه ویلي چې دواړو لورو د ایران پر پوځي او اټمي تأسیساتو د ګډو عملیاتو احتمال څېړلی، مګر ټرمپ د برید د ترسره کولو په اړه کومه مشخصه ژمنه نهده کړې.
یو امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې نتانیاهو د بریدونو د بیا پیلولو غوښتنه کړې، خو ټرمپ یوازې د دې احتمال لپاره د چمتووالي خبره کړې ده. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دې خبرو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې ټرمپ اعلان کړی، د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو مخکې به پر ایران برید ونهکړي.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر د راپور جزئیات نهدي تأیید کړي او نهیې رد کړي، خو ویلي یې دي چې نتانیاهو له ټرمپ سره په منظم ډول اړیکه لري. د اسرائیل پارلماني انتخابات د «اکټوبر په ۲۷مه» ترسره کېږي، او د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې یوه اوونۍ وروسته دي. د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د ټرمپ له ژمنې سره سره د نوي برید احتمال جدي بللی دی.
موضوع: د ایران پر احتمالي بریدونو خبرې
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports