د میټا شرکت اجرائیه رئیس مارک زاکربرګ د دې شرکت د نوي مصنوعي ځیرکتیا ماډل معرفي کولو پر مهال د متن‌پرانیستې مصنوعي ځیرکتیا پر محدودیتونو د کمولو غوښتنه کړې ده. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ ته د لاسرسي پر محدودیتونو بحثونه روان دي. همدارنګه، د دې ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د اړینو معلوماتي مرکزونو د جوړولو پر وړاندې د ځايي خلکو مخالفتونه هم دوام لري.

زاکربرګ د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي په اړه په یوه مفصله مقاله کې د چین په څېر هېوادونو سره د امریکا د سیالۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د میټا سیال شرکتونه، لکه اوپن‌اې‌آی او انترپیک، تر ډېره پر تړلو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو تمرکز کوي. زاکربرګ د دوشنبې په ورځ په انسټاګرام کې په یوه ویډیو کې وویل چې میټا به د خپل نوي مصنوعي ځیرکتیا ماډل "وزنونه" د عامو خلکو لپاره وړاندې کړي، څو کاروونکي وکولای شي دغه ماډل ډاونلوډ کړي.

وزنونه هغو محاسباتو ته ویل کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا د یوه سیستم د فعالیت څرنګوالی ټاکي. هغه زیاته کړه چې میټا به د متن‌پرانیستو ماډلونو نوی نسل هم وړاندې کړي چې پر لپ‌ټاپونو د اجرا لپاره ډیزاین شوي دي. زاکربرګ په خپله مقاله کې لیکلي: "د دې پر ځای چې فوق‌العاده ځیرکتیا په یوه مرکز کې متمرکزه کړو، باید هغه په پراخه کچه ووېشو او هر فرد ته اجازه ورکړو چې هغه رهبري کړي."

هغه پر هغو نورو څېړنیزو لابراتورونو هم نیوکه کړې چې د شرکتونو، حکومتونو یا نورو بنسټونو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر جوړولو تمرکز کوي. د نوموړي په وینا، دا ډول تګلاره د واک توازن د بنسټونو په ګټه او د افرادو پر زیان بدلوي. زاکربرګ زیاته کړې چې بهرني لابراتورونه د روزنیزو معلوماتو په برخه کې د شته محدودیتونو له امله د امریکايي شرکتونو په پرتله ځینې ځانګړې ګټې لري. هغه ویلي: "زه باور نه لرم چې بهرنیو متن‌پرانیستو ماډلونو ته د لاسرسي محدودول اغېزمنه حل‌لاره وي."

زاکربرګ زیاته کړې: "زموږ موخه باید دا وي چې امریکايي متن‌پرانیستي ماډلونه په نړۍ کې تر ټولو غوره وي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید هغه خنډونه له منځه یوسو چې د امریکايي متن‌پرانیستو ماډلونو سیالي ستونزمنوي." د امریکا کې د معلوماتي مرکزونو د جوړولو پر وړاندې د عامه مخالفتونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، زاکربرګ ویلي چې میټا به د دغو شرکتونو د معلوماتي مرکزونو په شاوخوا کې له ځايي ټولنو څخه د مستقیم ملاتړ لپاره یو صندوق هم جوړ کړي.

موضوع: میټا د مصنوعي ځیرکتیا ماډل معرفي کوي

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ