ایراني رسنیو د مجتبی خامنه يي له خوا د یوه پیغام په خپرولو سره راپور ورکړی چې هغه د وسله والو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته لارښوونه کړې، څو هر ډول احتمالي ګواښ ته "فوري، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته" ځواب ورکړي.
د راپورونو له مخې، خامنه يي له دې مخکې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ مې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. د هغه پلار، علي خامنه يي، په دې نیټه وژل شوی و، او تر اوسه پورې مجتبی خامنه يي کوم نوی انځور یا غږ نه دی خپور کړی. هغه همدارنګه امر کړی چې د پوځي هدفونو لیست دې داسې تازه شي چې د امریکا او اسرائیل ټولې مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو د بریدونو په ساحه کې شاملې شي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، علي عبداللهي، هم خبرداری ورکړی دی چې که امریکا او اسرائیل پر ایران بیا برید وکړي، نو د تهران ځواب به د تېرې جګړې په پرتله سخت او اغېزناک وي.
د اکسیوس په ګډون یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل د نومبر په درېیمه د کانګرېس د منځمهاله ټاکنو وروسته د ایران پر وړاندې د پراخو بریدونو احتمال ارزوي. دا ګواښونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب کوي.
د اکسیوس د راپور له مخې، په دې هڅو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه پورې کومه رسمي موافقه نه ده شوې.
موضوع: ایران د امریکا او اسرائیل د ګواښونو پر وړاندې غبرګون
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS