د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د اکټوبر او نومبر میاشتو لپاره د ملي لوبډلې د سیالیو مهالوېش خپور کړ. د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان به خپلې ټولې سیالۍ له بنګلهدېش او زیمبابوې سره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.
لومړۍ لوبه د بنګلهدېش سره د ټېسټ لوبې په توګه د اکټوبر په نهمه نېټه پیل کیږي. وروسته له دې، افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې به د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې برخه واخلي. په دې سیالیو کې دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لاړې شي.
افغانستان به د اکټوبر له ۲۷مې څخه تر نومبر لومړۍ نېټې پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې ۲۰ اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي. وروسته له دې، دواړه لوبډلې به په دوو ټېسټ سیالیو کې هم سره مخ شي، چې لومړۍ لوبه د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دوهمه د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې ترسره کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې دغه سیالۍ به د افغان لوبغاړو لپاره د تجربې او سیالۍ کولو ښه فرصت وي. هغه زیاته کړه چې دا سیالۍ به د لوبغاړو د مهارتونو په لوړولو کې مرسته وکړي.
تر اوسه پورې د افغانستان کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د دغو سیالیو د ترسره کولو لپاره ځانګړی لوبغالی نه دی اعلان کړی.
موضوع: افغان کرکټ ملي لوبډله د سیالیو مهالوېش
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS