د جرمني بدیل ګوند «AfD» یوه غړې د هغو افغان کډوالو د چټک استولو غوښتنه کړې چې په جرمونو کې ښکېل دي یا یې دوسیې رد شوي. بتریکس وون ستورخ، د دغه ګوند د پارلماني ډلې مرستیاله، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې که جرمني پوځ د پوځي الوتکو له لارې «سیمه ییز همکاران» را ایستلی شي، نو باید «ناقانونه» خلک او مجرمین هم بېرته واستول شي.
د جرمني دغه ګوند چې د افراطي او کډوالو ضد تګلارو له امله شهرت لري، په وروستیو کې د زاکسن – آنهالت ایالت په ټاکنو کې بریالی شوی دی. افغان رسنیز فعال خوشال آصفي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د مخالف ګوند د زیاتیدونکي نفوذ له امله حکومت پر افغان کډوالو فشار زیات کړی دی. هغه زیاته کړه چې د نوي حکومت له پیل راهیسې، درې یا څلور پروازونه مستقیم افغانستان ته شوي او په دې موده کې د سلو نه زیات افغانان استول شوي دي.
د جرمني اییتلافي حکومت، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې جوړ شو، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته استولي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې ۲۲ مجرم افغانان په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته واستول شول. دغه افغانان د قتل، غلا او د اور اچونې په شمول د جدي جرمونو مجرمین و.
د پناه ملاتړ سازمان «پرو ازیل» د جرمني د پارلمان په حواله راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۱۳ زره افغانان باید له جرمني څخه ووځي. سره له دې چې مجرمانو افغانانو د ایستلو پروسه چټکه شوې، د هغو افغانانو شمېر هم زیات شوی چې په جرمني کې یې د کډوالۍ غوښتنې منل شوي.
د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتونکو فدرال اداره وايي چې سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۹ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې، چې له دې ډلې ۴۷ فیصده یې منل شوې. افغان کډوال د منل شویو دوسیو له پلوه په سر کې دي، چې ۸۹ فیصده د افغان ښځو او کورنیو غوښتنې منل شوي دي.
موضوع: جرمني کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports