برتانیه د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو نوې پروسه پیل کړې ده. د دې پروسې له مخې، تمه کیږي چې شاوخوا ۲۵ سلنه غوښتونکي به افغانې نجونې او ښځې او فلسطینیان وي. د برتانیې کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه پروسه د زیانمنو کسانو لپاره د برتانیې ته د خوندي تګ لارو د برابرولو په موخه جوړه شوې ده.

وزیرې وویل، ټاکل شوې ده چې د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله سږکال برتانیې ته ننوځي. دغه پروسه د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د سترې کمشنرۍ په همکارۍ ترسره کیږي. خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه هم د دې پروسې په ملاتړ کې برخه اخیستلی شي.

دا پروسه په داسې وخت کې پیل کیږي چې برتانیه د کډوالو د منلو پالیسۍ سختولو لپاره هڅې کوي. حکومت غواړي چې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي او د پناه غوښتونکو لپاره د خوندي او قانوني لارو د برابرولو په موخه کار وکړي.

د برتانیې حکومت د دې پروسې له لارې غواړي چې د هغو کسانو لپاره چې د جګړو او کړکیچونو له امله زیانمن شوي، د نوي ژوند لپاره فرصتونه برابر کړي. دا نوې پروسه د کډوالو د حقونو او د هغوی د ملاتړ لپاره یوه مهمه ګام ګڼل کیږي.

موضوع: افغانې نجونې او ښځې د پناه غوښتنې پروسه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ