د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ چې دغه هیواد به سعودي عربستان ته د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره ځواکونه او پوځي تجهیزات واستوي. مکرون د پنجشنبې په ورځ (تلې دویمه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې پاریس د حوثیانو له بریدونو وروسته د ینبع د ستراتیژیک بندر د خوندیتوب لپاره دغه اقدام کوي.

هغه زیاته کړه: "مونږ د دې تاسیساتو د ساتنې لپاره، د ځواکونو، رادار او دفاعي وسایلو په شمول تجهیزات استوو." مکرون د دې اقدام په اړه وویل چې دا په نښته کې د ښکیلتیا په معنا نه دی، بلکې یوازې د ینبع بندر د ساتنې لپاره دی.

ینبع بندر د سعودي عربستان د تیلو سترې ذخیرې او تفصیه خونې لري او د دغه هیواد د "ختیځ – لویدیځ" د پایپ لاین یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. دغه پایپ لاین د څه دپاسه ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ورځې د ۷ ملیون بوشکه تیلو د لیږد ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده چې د دې پایپ لاین فعالیت د تیرې وږي میاشتې په شلمه د عراق له خاورې د ډرون برید وروسته په احتیاطي اقدام کې وځنډول شو. د فرانسې ولسمشر د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د خوندیتوب په موخه د ځواکونو او تجهیزاتو د استولو خبر ورکړ، چې د نړیوالو امنیتي همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي.

موضوع: فرانسه د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره ځواکونه استوي

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ