سازمان عفو بینالملل د افغانستان کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو د زده کړو پر بندیز پنځم کال کې ویلي چې ګڼ شمېر افغانې نجونې د خپلو زده کړو د دوام لپاره اړې شوې چې هېواد پرېږدي. د عفو بینالملل د جنوبي آسیا سیمهییز دفتر د ۲۶ سنبله په خپل ایکس پاڼه کې څرګنده کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې میلیونونه نجونې د زده کړو نه بې برخې شوې او د هغوی خوبونه او هیلې زیانمنې شوې دي.
عفو بینالملل زیاته کړې چې سره له دې چې طالبان محدودیتونه لګولي، بیا هم ځینې افغانې نجونې د زده کړو د دوام لپاره هڅې کوي. ځینې یې د اعتراض له لارې، ځینې د آنلاین او پټ زده کړو له لارې او نورې یې د هېواد نه بهر تګ ته مخه کړې ده. دا سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانو ښځو او نجونو په ملاتړ کې ودریږي او له طالبانو وغواړي چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي.
په ورته وخت کې، د ماشومانو د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) هم د ۲۶ سنبله په خپل ایکس پاڼه کې ویلي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې نجونې د منځني ښوونځي نه محرومې دي. د دې ادارې په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیون څخه زیاتې نجونې د زده کړو نه بې برخې شوې دي.
یادونه دا ده چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۱۷مه، چې د کابل د سقوط شاوخوا یوه میاشت وروسته وه، د طالبانو د معارف وزارت د هلکانو ښوونځیو د پرانیستلو حکم صادر کړ، خو په دې حکم کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو د راستنېدو په اړه هېڅ ذکر نه و شوی. وروسته له دې، طالبانو اعلان وکړ چې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده کړې "تر امر ثانی" پورې بندې دي. طالبانو په دې غوښتنه باندې تر اوسه پورې کومه غبرګون نه دی ښودلی.
موضوع: افغانې نجونې د زده کړو د بندیز له امله هېواد پرېږدي
سرچینه: Azadi Radio خبر ها