د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر خبر ورکړی چې په هرات ولایت کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت ارزونې یو نوې لابراتور پرانیستل شو. دغه لابراتور نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په شتون کې فعال شو.

عبدالغني برادر د لابراتور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له دې وروسته به د افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کیفیت د همدې لابراتور له لارې ارزول کېږي. هغه زیاته کړه چې دا به د بې‌کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د واردولو مخه ونیسي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې دغه لابراتور به د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي. د دې له لارې به افغان محصولات د کیفیت له پلوه د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې به د باور وړ ځای خپل کړي.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال سوداګرو ته مشوره ورکړه چې د بې‌کیفیته محصولاتو له واردولو ډډه وکړي او له کورنیو تولیدوونکو یې غوښتنه وکړه چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته پاملرنه وکړي. طالبانو تر دې مخکې هم په ځینو نورو ښارونو کې د کیفیت ارزونې د لابراتورونو د جوړېدو خبر ورکړی و. په هر حال، ښاریانو څو ځله د وارداتي او کورنیو تولیداتو، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او درملو، د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کړي دي.

موضوع: هرات کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونه

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ