سعودي عربستان د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې د نفوذ د زیاتېدو او د عراق له خاورې د بې پېلوټه الوتکو له برید وروسته یوه مهمه تېلو نللیکه موقتي توګه بنده کړې ده. د سعودي د انرژۍ وزارت په دې اړه ویلي چې نللیکه د احتیاطي تدابیرو په موخه تړل شوې ده.
دا نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بغداد او ریاض دواړه منلي چې پر دې نللیکه د عراق له خاورې برید شوی دی.
د عراق صدراعظم د دې برید په تړاو د میسان ولایت د پوځي عملیاتو قوماندان له دندې ګوښه کړی دی. میسان ولایت له ایران سره پوله لري، چې د حوثیانو د فعالیتونو په زیاتېدو کې مهم رول لري.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې ایران پلوه حوثیانو په سره سمندرګي کې خپل حضور پراخ کړی دی. راپورونه ښیي چې حوثیانو د بابالمندب په خوله کې ستراتیژیک ټاپو، پریم هم نیولی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، پر نللیکې برید او د پریم ټاپو نیول د سیمه ییزو کړکېچونو د زیاتېدو نښې دي، چې د انرژۍ نړیوال بازار ته هم فشار زیاتوي.
موضوع: سعودي عربستان د حوثیانو برید
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS