د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد د قنسولګرۍ پر برید د پېښېدو کالیزه کې، په مزار شریف کې د ایرانی دیپلماتانو او خبریالانو د وژل کېدو په اړه د "مبهمو ابعادو" روښانه کولو او د عاملانو او آمرانو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.

په ۱۷ اسد ۱۳۷۷ کال کې، د طالبانو له لوري د مزار شریف ښار نیول کېدو سره، وسله وال کسان د دې قنسولګرۍ په دننه کې، اته ایرانی دیپلماتان او یو خبریال په ډزو ووژل. که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ایران هغه مهال دغه ډله د برید مسوول وبلله. طالبانو وروسته ادعا وکړه چې دیپلماتان او خبریال د "خودسر ځواکونو" له خوا وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د دې برید د تروریستي عمل په توګه یادونه شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي: "د ایران قنسولګرۍ ته د تروریستي برید ترسره کول او د کارکوونکو وژل، یوه شنیعه جنایت او د دیپلماتیکو حقوقو جدي نقض دی چې د وخت تېرېدو سره یې اهمیت کم نه شي."

وزارت د دې برید د مبهمو ابعادو روښانه کولو او د عاملانو د پېژندلو او عدالت د تطبیق پر اهمیت ټینګار کړی دی. ایران د دې پېښې په یاد کې هر کال بیانیه خپروي. په دې وروستۍ بیانیه کې د طالبانو یادونه نه ده شوې، په داسې حال کې چې تهران د طالبانو ادارې سره نږدې اړیکې لري.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز

خبر شریک کړئ