په زابل ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو. د زابل د سوداګرۍ خوني رئیس محمد هاشم مرغه وال په دې اړه وویل، چې نندارتون تېره ورځ، یکشنبه، د زمري ۱۸مه، پرانیستل شو. په دې نندارتون کې شاوخوا ۳۰ غرفې شتون لري چې مختلف کورني تولیدات، قیمتي ډبرې او نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

مرغه وال زیاته کړه، چې دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی. هغه وویل، چې دا ډول نندارتونونه د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د خپلو تولیداتو د ښودلو او بازار موندنې یوه ښه زمینه برابروي.

د زابل ولایت یو شمېر صنعتکاران هم د دې نندارتون د ګټو په اړه خبرې وکړې او وویل، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره دا ډول نندارتونونه مهم دي. دوی د دې نندارتون د پرانیستلو په اړه خوشحالي څرګنده کړه او تمه لري چې د دې نندارتون له لارې به د خپلو تولیداتو لپاره ښه بازار ومومي.

د نندارتون پرانیستلو مراسمو کې ګڼ شمېر سوداګر او د محلي حکومت چارواکي هم ګډون کړی و. د دوی په وینا، د دې نندارتون له لارې به د زابل ولایت اقتصادي وضعیت ښه شي او د کورنیو تولیداتو لپاره به د بازار موندنې فرصتونه زیات شي.

موضوع: زابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ