د ایران او پاکستان ترمنځ د ریمدان سرحدي بندر فعالیتونه د وروستیو بریدونو له امله متاثره شوي دي. راپورونه ښيي چې پاکستان مخکې له دې د دغه بندر فعالیتونه درولي وو او د ایراني توکو د لېږد مخه نیولې وه. وروسته بیا راپورونه خپاره شول چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د وروستي سفر پر مهال د ایران سره د اړیکو په چوکاټ کې د ریمدان بندر فعالیتونه بېرته پیل شوي.
د سپاه پاسداران نږدې فارس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، خبر ورکړ چې د ریمدان پولې ته نږدې د پاکستان د ګمرک پر ودانۍ د دوو موټرو په ځانمرګي برید کې څو پاکستاني سرتېري ټپیان شوي او دوه لاریو هم اور اخیستی دی. د دې برید په اړه نور جزییات لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
ایراني خبري اژانسونه وايي چې د ریمدان په سرحدي سیمه کې د ایران څه باندې ۳۵۰۰ ټرانزیټي موټر، چې د تېلو، ګازو، معدني موادو او نورو سوداګریزو توکو بارونه لېږدوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دا وضعیت د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.
د حالوش خبري ویبپاڼې د جمعې په سهار، د لړم په لومړۍ نېټه، راپور ورکړ چې د پاکستان په اړخ کې د ګوادر په بېلابېلو سیمو او د ریمدان سرحدي سیمې ته نږدې د بریدونو او سختو وسلهوالو نښتو له زیاتېدو وروسته، دغه ستراتیژیک سرحدي بندر یو ځل بیا تړل شوی دی. په دې توګه، ټول سوداګریز فعالیتونه او تګ راتګ په دغه بندر کې ځنډول شوي دي.
موضوع: د ریمدان بندر فعالیتونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS