رباب فاطمې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په توګه ټاکل شوې، د یوناما نوې مشرې په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنه وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي موضوعاتو او اقتصادي فعالیتونو ترمنځ تفکیک ته ټینګار شوی دی.
بیان زیاتوي چې د اغلې فاطمې سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د «باوري معلوماتو» کارول او د واقعي وضعیت متوازن انعکاس ته اشاره شوې ده. رباب فاطمه د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېده، په داسې حال کې چې طالبان د یوناما له راپورونو ناخوښه دي.
د یوناما د مشرې د کابل ته رسېدو سره سم، ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی، په یوه کنفرانس کې یوناما تورنه کړه چې په خپلو راپورونو کې منفي مسایل راپورته کوي. هغه وویل: "یوناما باید د افغانستان د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره بې طرفه تحلیلي راپورونه خپاره کړي."
یوناما د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دوه میاشتنی راپور خپور کړی، چې په کې د طالبانو لهخوا د ښځو د زده کړو او کار حقونه محدودول، د حجاب د نه رعایت په پلمه د ښځو نیول، او د محرم د نه لرو له امله د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه مستند شوي.
پخوانۍ افغان سفیره شینکۍ کړوخیل د ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې رباب فاطمې باید د طالبانو چارواکو سره خبرې وکړي ترڅو د ښځو د کار حقونه تامین شي او بشري مرستې زیاتې شي.
موضوع: رباب فاطمې د یوناما مشرې ټاکل
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports