پېښور — د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ۱۱مې فرورۍ په ورځ د جعفر ایکسپریس اورګاډي باندې د وسله والو برید او وروسته د امنیتي ځواکونو عملیاتو په اړه متضاد معلومات وړاندې شوي دي. پوځ وایي چې په دې عملیاتو کې ۱۸ امنیتي اهلکاران او ټول ۲۶ مسافر وژل شوي، او د ۳۳ وسله والو د وژلو ادعا هم کړې ده.

بلخوا، بلوڅ بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې په خپل تازه بیان کې ادعا کړې چې دوی ټول ۲۱۴ یرغمل نیولي پوځیان وژلي دي. بي ایل اې د خپلو ۱۲ وسله والو د وژنې تایید هم کړی دی. ازادو سرچینو تر اوسه د دې ادعاوو تایید نه دی کړی، خو څېړونکي وایي چې د پوځ او بي ایل اې لخوا وړاندې شوې شمېرې کې واضح تضاد موجود دی.

د ۱۱مې فرورۍ په پېښه کې، د کوټې نه پېښور ته روان اورګاډي باندې وسله والو برید وکړ او ټول مسافر یې یرغمل کړل. بي ایل اې د دې برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په اورګاډي کې ۲۱۴ پوځیان او د استخباراتي ادارو غړي موجود و. په کوټه کې د ریل ګاډي د محکمې یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې په برامده شوي اورګاډي کې تر ۴۴۰ زیات مسافر موجود و.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار مشر، لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري، د جمعې په ورځ د پېښې په اړه رسنیو ته وویل چې ۳۵۴ مسافر ژغورل شوي. د هغه په وینا، د ترهګرو لخوا ۱۸ د پوځ او ایف سي کسان وژل شوي، او درې نور د ریل او نورو ادارو کارمندان دي. بي ایل اې د حکومت ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی و چې د بلوچستان ټول سیاسي بندیان او لادرکه کسان خوشې کړي، که نه نو یرغمل شوي کسان به ووژني.

خو وروسته، بي ایل اې په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه چې حکومت ته ورکړل شوی مهلت پوره شوی او ټول یرغمل ۲۱۴ پوځیان وژلي دي. د پاکستان پوځ لا د بي ایل اې دې ادعا ته څه غبرګون نه دی ښودلی، او نه هم ازادو سرچینو د دې خبر تایید کړی دی.

سرچینه: VoA Deewa Radio Pak

خبر شریک کړئ