د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه تازه راپور رد کړ، چې په کې ویل شوي و، چې په افغانستان کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله شاوخوا ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیات ټپیان دي.

پاکستاني پوځ د دې راپور په اړه وویل، چې دا ادعاوې بې بنسټه او ناسمې دي. د ملګرو ملتونو راپور د شاوخوا اتو میاشتو په موده کې د ملکي تلفاتو په اړه معلومات وړاندې کوي، چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې ترسره کړي هوایي بریدونه په کې شامل دي.

د پاکستان پوځ د دې راپور د محتوا په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې تل هڅې کړي دي.

سرچینه: VoA Pashto NEWS - افغانستان

خبر شریک کړئ