د پاکستان صدراعظم شهبازشریف یو ځل بیا د طالبانو حکومت په دې تورن کړی چې د ترهګرو ملاتړ او پناه ورکولو عمل نه پرېږدي. شهبازشریف د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان نا امنۍ د هغو وسله والو له امله دي چې د افغان خاورې څخه بریدونه پلانوي. هغه زیاته کړه: "خو هغوی لا تر اوسه په دې خبر نه پوهیږي او د پردیو په لاس لوبېږي. موږ د دوستو هېوادونو له لارې هر ډول هڅې کړې دي، که ترکیه، قطر یا چین وي، خو هغوی لا هم زموږ خبره نه ده درک کړې. همدا لامل دی چې هره ورځ د زړه بوږنوونکو پېښو شاهدان یو."

شهبازشریف دغه څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د شنبې په شپه طالبانو او پاکستاني پوځیانو د پکتیا د ډنډ پټان او کُرمې ترمنځ پر ډیورند کرښه نښتې کړې. د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو ویلي چې نښته وروسته له دې پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې تایید کړې چې یو افسر یې وژل شوی او ادعا لري چې ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان یې هم وژلي. د وژل شوي افسر نوم هدایت امان یاد شوی دی. د دغه افسر په وژل کېدو باندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداردي هم خواشیني څرګنده کړې، خو د طالبانو حکومت د ترهګرو ملاتړ او تمویل تورن کړی چې د سیمې امن ته خطر پېښوي.

زرداردي خبرداری ورکړی چې پاکستان نه یوازې ترهګر له منځه وړي، بلکې د هغوی ملاتړي هم له منځه وړلی شي. د طالبانو حکومت مخکې له دې هم پاکستاني چارواکي تورن کړي چې د خپلو ناکامیو پړه پر دوی اچوي. په دې وروستیو کې، د خیبرپښتونخوا کې تر څو خونړیو بریدونو وروسته، پاکستاني پوځیانو د افغانستان څو سیمې بمبار کړې، چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې ګڼ افغان ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.

موضوع: د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ نښتې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ