افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به په سپټمبر میاشت کې درې شل اووریزې لوبې ترسره کړي. د ابراهیم ځدراڼ په مشري، د افغانستان لوبډله کې پخواني او با تجربه لوبغاړي لکه راشدخان، محمد نبي، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن، درویش رسولي، نور احمد، فضل الحق فاروقي او ننګیالی خروټی شامل دي.

په دې لوبډله کې نوین الحق چې د اوږدې مودې وروسته بېرته ټیم ته راستون شوی، هم شامل دی. دغه راز، ځینې نوې څیرې لکه نور رحمن او عبدالله احمدزی هم د لوبډلې برخه ګرځېدلي دي. تمه ده چې د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه لوبه په ۱۵مه او درېیمه لوبه په ۱۷مه نیټه په نوې ډهلي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم په دې وروستیو کې د اسیايي شورا د دوره يي مشري جواز ترلاسه کړی دی. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسیايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې چې په ټایلنډ کې ترسره شوه، افغانستان ته د یادې شورا د مشرتابه په بهیر کې د ګډون او د لوبو د کوربه توب حق ورکړل شو.

د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و. په دې توګه، افغانستان د هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا ترڅنګ د اسیا پنځم ټیم شو چې د کرکټ د اسیايي شورا ریاست وکړي. د اسیایي شورا په مشرۍ کې هېوادونه د اسیايي لوبو د ترسراوي ټول مسوولیت په غاړه لري.

موضوع: افغانستان او هند د کرکټ لوبې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ