د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د جنوبي افریقا ۸۵ کلنې حقوقپوهې ناوي پیلای ته ورکړل شوه. ناوي پیلای، چې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرې په توګه فعالیت کړی، دا جایزه د نړیوالو قوانینو د دفاع او په نړۍ کې د سولې لپاره د هغې د هڅو له امله ترلاسه کړه.

د ناروې د نوبل کمېټې د تلې په ۱۷مه، د جمعې په ورځ، اعلان وکړ چې دغه جایزه د ناوي پیلای د نړیوالو حقوقي بنسټونو د پیاوړتیا او د جنګي جنایتونو، بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې د عاملانو د محاسبې په برخه کې د هغې د څو لسیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنه فریدنس، د جایزې د اعلان پر مهال وویل چې دا جایزه داسې کس ته ورکول کېږي چې د یوه پراخ حقوقي نظام د رامنځته کولو لپاره یې په «استثنايي زړورتیا او رښتینولۍ» کار کړی دی. کمېټې په خپله اعلامیه کې یادونه وکړه چې د نړۍ په کچه د جګړو او شخړو د زیاتېدو له امله، د نړیوالو قوانینو قاضیان او بنسټونه د سیاسي بریدونو هدف ګرځي.

ناوي پیلای، چې په نړیواله کچه د بشري حقونو د مدافع په توګه شهرت لري، په ۱۹۴۱ کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې د یوې هندي‌الاصله کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې خپل مسلکي فعالیتونه د اپارتاید یا نژادي توپیر د واکمنۍ په دوران کې پیل کړل او د بشري حقونو د دفاع لپاره یې اوږده مبارزه کړې ده.

موضوع: د نوبل د سولې جایزه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ