د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیل د شنبې په ورځ ترسره شوو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.
د اسرائیل پوځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې د نبطيه او انصار سیمو کې یې د حزبالله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات په نښه کړي دي. پوځ زیاته کړې چې دغه بریدونه د حزبالله له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د ترسره شوو عملیاتو په غبرګون کې شوي، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوي و.
د لبنان صدراعظم نواف سلام په دې اړه ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه پوځي اهداف نه وو او له اسرائیل یې غوښتنه کړې چې دغه بریدونه پای ته ورسوي. د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په دوامداره توګه روان دي.
حزبالله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، نه سیاسي څانګه یې. د حزبالله استازي د لبنان په پارلمان کې هم حضور لري.
په پام کې ده چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوې دورې لپاره په روم کې سره راټول شي. دغه خبرې به د حزبالله د بې وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو تمرکز وکړي.
موضوع: د اسرائیل هوایي بریدونه په لبنان
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS