د قشم والي امیر تیموري په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې د یکشنبې په سهار (د وږي ۲۲مه) یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ د قشم ټاپو ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده. د دې پېښې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تیموري د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون خبري اژانس ته ویلي چې دا بېړۍ شاوخوا پنځه بجې د هُنګام ټاپو او د قشم ټاپو د شیب‌دراز سیمې ترمنځ په اوبو کې په نښه شوې. د پېښې دقیق جزئیات، لکه د بېړۍ نوم او ډول، او د توغندي یا مرمۍ د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ایران دولتي خبري اژانس دغه پېښه د «ترهګر دښمن برید» په توګه یاد کړې، خو د برید کوونکي هویت لا هم نه دی روښانه شوی. تر اوسه پورې د ایران کوم رسمي چارواکي هم د دې برید په اړه څرګندونې نه دي کړي.

په ورته وخت کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې د یوې بېړۍ د تېرېدو پر مهال «ناڅرګنده مرمۍ» پرې لګېدلې ده. د دې ادارې په لومړني راپور کې د پېښې له امله د اوښتو زیانونو او د عملې د وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې آیا د بریتانیا د ادارې راپور او د قشم د والي له خوا یاد شوې پېښه د یوې او که د دوو بېړیو په اړه ده. همدارنګه، تر اوسه هېڅ هېواد یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

موضوع: ایراني سوداګریزې بېړۍ برید

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ