بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د ۲۰۲۶ کال د فزیک نوبل جایزه وګټله. د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې د سې شنبې په ورځ، د تلې په ۱۴مه، اعلان وکړ چې هالزن دا جایزه د یوه څارونکي مرکز د جوړولو لپاره ترلاسه کړې، چې په کایناتو کې د نیوټرینو په نوم د لوړې انرژۍ لرونکو ذراتو کشف او د هغوی د رامنځته کېدو سرچینه معلوموي.
۸۲ کلن هالزن د جنوبي قطب له پاکو او ژورو یخونو څخه د دې ذراتو د موندلو او څارلو لپاره کار اخیستلو توانایي وموندله. نیوټرینو ته کله ناکله "اروايي ذرات" هم ویل کېږي، ځکه چې دا ذرات له ځمکې او حتی د انسان له بدن څخه داسې تېرېږي چې تقریباً هېڅ نښه نه پرېږدي او له نورو موادو سره ډېر کم تعامل کوي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ ویلي چې د هالزن څېړنې د کاینات پوهنې یوې نوې بڼې ته لاره هواره کړې ده. په دې ترڅ کې، د دوشنبې په ورځ د طب د نوبل جایزه د امریکا او جرمني درېیو ساینسپوهانو ته د اپټوژنېټیک په برخه کې د هغوی د څېړنو له امله ورکړل شوه. اپټوژنېټیک هغه تخنیک دی چې د عصبي سېګنالونو د کنټرول لپاره له رڼا څخه کار اخلي.
د نوبل نورې جایزې، لکه د کیمیا جایزه به د چهارشنبې او د ادبیاتو جایزه به د پنجشنبې په ورځو اعلان شي. د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ معلوم شي. د نوبل د جایزې ګټونکي به د ډسمبر په ۱۰مه په رسمي مراسمو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي. هره جایزه یو ډیپلوم، د سرو زرو مډال او ۱۲ میلیونه سویډني کرون، چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، شامل دي.
موضوع: فرانسیس هالزن د فزیک نوبل جایزه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS