د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په تازه خبر کې ویلي چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلني سمستر په ارزونو کې یې په نهو خصوصي پوهنتونونو کې د جدي سرغړونو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
وزارت زیاته کړې چې د دې پوهنتونونو د فعالیت د وضعیت د ښه کولو لپاره یې څو ځله سپارښتنې او اخطاری ورکړي، خو د دې سره سره یې د اصلاحاتو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
د دې سرغړونو له امله، وزارت ۷ پوهنتونونه د یوه کال لپاره تعلیق کړي او همدارنګه د دوو نورو پوهنتونونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې اقدام هدف د تعلیمي معیارونو لوړول او د زده کړو کیفیت ته وده ورکول بللي دي. دوی وايي چې د پوهنتونونو د فعالیت د جواز لغوه کول او تعلیق به د تعلیمي نظام په ښه کولو کې مرسته وکړي.
د وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د تعلیمي ادارو د کیفیت د ساتنې لپاره به خپلې هڅې دوام ورکړي او د سرغړونو په وړاندې به جدي اقدامات وکړي. د پوهنتونونو د تعلیق او جواز لغوه کولو پروسه د دې لپاره ترسره شوې چې د زده کړو په برخه کې د معیارونو او اصولو رعایت یقیني شي.
سرچینه: افغانستان انترنشنل