د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی یې داعش او نورې مخالفې ډلې «شروفساد» بولي، د ناامنیو د رامنځته کولو لپاره نورستان ته راغلي دي. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالب ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

د طالبانو په بیان کې ویل شوي چې اکثره وژل شوي کسان پخواني افغان پوځیان دي، چې پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي دي.

پرون، د طالبانو یوې مخالفې ډلې، چې د افغانستان د خپلواکۍ جبهه نومیږي، ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خپلواکو سرچینو تراوسه د نورستان په دې جګړه کې د دواړو لورو ادعاوې نه دي تایید کړي. د ازادي راډیو راپور هم د دې جګړې په اړه د معلوماتو نشتوالی څرګندوي.

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې شاوخوا ۴ سوه کسان د افغانستان ته د ننوتلو هڅه کړې ده. د پاکستان حکومت هم تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په تیر جولای کې هم د طالبانو د مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې بدخشان ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره جګړه کړې وه.

موضوع: طالبانو د نورستان په کامدیش کې د مخالفینو وژنه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ