د طالبانو حکومت د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو په اړه د پاکستان د ننني هوایي بریدونو تایید کړی دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې دغه بریدونه "ښکاره تیری" بللی او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه خپلواکو سرچینو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي، او ازادي راډیو هم د دې خبرونو په اړه خپلواکه تایید نه لري. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د دې بریدونو په ځواب کې به "د پریکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي" او د پاکستاني پوځیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.

په بل اړخ کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې د افغانستان په خاوره کې یې لس مرکزونه ویشتلي چې په کې بې پيلوټه الوتکې ساتل کېدې. تارړ ویلي چې ننني بریدونه د هغو بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي چې د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ پر پاکستان توغولي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د ادعاوو په اړه ویلي چې د دوی له خوا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان د پوځي حلقو اوازه ده. د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې له تیر نژدې یوه کال راهیسې خړې پړې دي، او دواړو لورو څو ځله د ډیورند کرښې په اوږدو کې او د تورخم او سپین بولدک دروازو کې یو پر بل بریدونه کړي دي.

موضوع: د طالبانو حکومت د پاکستان هوایي بریدونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ