د طالبانو حکومتي رسنۍ ادعا کوي چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ ته ورغلي وسله وال د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا روزل شوي دي. باختر خبري اژانس د میزان میاشتې په پنځمې نېټه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې ډلې کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتیري هم شامل دي چې په ایران او نورو هېوادونو کې اوسېدل.

پرون د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې، ادعا وکړه چې دوی په کامدیش کې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. باختر اژانس په جګړه کې نیول شویو کسانو ته منسوبې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال ادعا کوي چې د "ازادۍ جبهې" د پیسو د ورکړې په بهانۍ له ایرانه پاکستان ته راغلی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته راګرځېدلی.

خپلواکو سرچینو تراوسه د نورستان په جګړه کې د پېښو په اړه څه نه دي ویلي، او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی. د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو د کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې شاوخوا ۴ سوه کسان هڅه کړې چې افغانستان ته ننوځي.

د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. په تیر جولای کې هم د طالبانو د مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې بدخشان زیباک ولسوالۍ ته راغلي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شوي وو.

موضوع: د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ جګړه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ