د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د سې‌شنبې په ورځ "د تلې په ۲۱مه" د یمن په پلازمېنه صنعا کې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له ملکي وګړو غوښتنه وکړه چې د تېلو له تأسیساتو ځانونه لیرې کړي. د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو چې صنعا یې تر واک لاندې دی، د دې خبرداري په ځواب کې ګواښ کړی چې که سعودي عربستان پر پلازمېنه برید وکړي، نو دوی به د ریاض پر وړاندې سخت ځواب ورکړي.

د ریاض په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن د حکومت ملاتړ کوي چې په رسمي توګه پېژندل شوی دی. د ائتلاف ویاند، ترکی المالکي، په یوه پیغام کې ویلي چې د ګډو ځواکونو قومانداني له ملکي وګړو غوښتنه کوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره د یمن د تېلو شرکت د الصباحه مرکزي تم‌ځای ودانۍ تخلیه کړي. هغه د یادو تأسیساتو نقشه هم خپره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، خبرداری ورکړی چې پر صنعا د هر ډول برید په ځواب کې به ریاض له "سخت او دردناک" برید سره مخ شي. دا ګواښونه وروسته له دې مطرح شوي چې د جولای میاشتې راهیسې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو، تېل‌وړونکو بېړیو او هوايي ډګرونو د حوثیانو له‌خوا بریدونه شوي دي.

د شنبې په ورځ په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید ۱۳ کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل، چې له امله یې د هوايي ډګر فعالیتونه هم ودرول شول. د سعودي چارواکو په وینا، په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر تورک، د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د حوثیانو بریدونه وغندل او د کړکېچ د کمولو غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر ملکي وګړو او تأسیساتو بریدونه منع دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم اعلان کړی چې په یمن کې د جګړې له زیاتېدو راهیسې تر ۲۱۷ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

موضوع: د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ جګړه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ