د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د بشري مرستو سختې اړتیاوې لري، خو بیا هم د نړیوالې ټولنې له پاملرنې څخه بې برخې دی. د دې کمیټې یوې لوړ پوړې چارواکې، یاسمین پراز ډېسیموز، د دوشنبې په ورځ په کابل کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې نړۍ باید افغانان یوازې نه پریږدي.
یاسمین پراز ډېسیموز زیاته کړه چې افغانان په داسې حال کې د ژوند لپاره مبارزه کوي چې د بشري اړتیاوو کچه خورا لوړه شوې ده. د روغتیايي خدماتو سیستم په خطر کې دی او د دې وضعیت له امله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
یونیسف همدارنګه ویلي چې شاوخوا یو میلیون نور ماشومان د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي. د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه یې کوله.
افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پنځو سترو عملیاتو له جملې څخه دی، چې په دې هیواد کې د ۴۶ روغتیایي او بیارغونې مرکزونو ملاتړ کوي. دغه کمېټه د جګړې یا ناچاودو مهماتو له امله د ټپي شویو کسانو لپاره هم روغتیایي خدمات وړاندې کوي. د بشري مرستو د اړتیاوو په زیاتېدو سره، د سره صلیب نړیواله کمیټه ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو د وضعیت په اړه جدي فکر وکړي.
موضوع: افغانستان د بشري مرستو اړتیا
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS