د جرمني په مختلفو هوايي ډګرونو کې د شنبې په ورځ سلګونه کسانو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو او د هغوی د توقیفولو پرضد مظاهرې وکړې. مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي، باید له دې هیواده ونه ایستل شي.

د مظاهرو تنظیموونکي وایي، جرمني حکومت په دې وروستیو کې په چارټر الوتنو کې د افغانانو ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې د دې هېواد د حکومت په وینا، د پناه غوښتنې یې رد شوې یا یې درانه جرمونه ترسره کړي دي. د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه د مظاهرو په ترڅ کې، شاوخوا ۴۰۰ کسان د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې، د مظاهرو تنظیموونکې ائتلاف یوې ویاندې وویل: "موږ د پناه غوښتونکو د ایستلو د سمدستي بندېدو غوښتنه کوو، ځکه هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي، د پناه غوښتنې حق لري."

د جرمني حکومت د طالبانو له لوري د افغانانو د ایستلو د بهیر د ګړندي کولو لپاره په دې وروستیو کې د طالبانو څو کسانو ته اجازه ورکړې چې په دې هیواد کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو استازولیو کې ځای پرځای شي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې، جرمني نږدې ۳۰۰ افغانان افغانستان ته استولي، چې اکثریت یې په درنو جرمونو کې ښکیل بلل شوي. همدارنګه، د جرمني حکومت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې ۴۸۸ نور افغانان هم له دې هېواده وباسي.

د مظاهرو په ترڅ کې، د جرمني نورو هوایي ډګرونو کې هم اعتراضونه ترسره شول. په مونشن کې له ۷۰۰ زیات کسان، په فرانکفورټ کې ۳۰۰ او په برلین کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ګډون کړی. مظاهره چیانو د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د ځانګړي ترمینل د جوړولو پرضد هم غږ پورته کړ.

موضوع: د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغانانو د ایستلو پرضد مظاهرې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ