د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي. د مستونګ د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون جمعه د مستونګ او نوشکي ترمنځ په ګورګېنه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکي په وینا، وسله وال پر موټرسایکلونو سپاره وو او د مسافر وړونکو بس چې پولیس هم په کې موجود وو، ودرول. د دې برید په ترڅ کې د پولیسو موټرچلوونکی او یو شمېر مسافر له ځان سره وړل شوي دي. چارواکو ویلي چې درې ملکیان او موټرچلوونکی بیرته خوشې شوي، مګر د تښتول شویو پولیسو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
د مستونګ د پولیسو چارواکي زیاتوي چې تښتول شوي پولیس د کلات د روزنیز مرکز څخه د اوونیزې رخصتۍ په موخه کورونو ته روان وو، چې په دې لاره کې وسله والو تښتولي دي. تراوسه پورې د دې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې تښتول شوي پولیس د واشک، نوشکي، چاغي او خاران سیمو اوسیدونکي دي. دا پولیس د مستونګ د کلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو.
د تیر کال په مارچ کې هم په ورته ډول یوه پېښه رامنځته شوې وه، چې وسله والو د پېښور څخه د بلوچستان مرکز کویټې ته روان پر یوه ریل ګاډي برید وکړ او د پاکستاني پوځیانو په ګډون ګڼ شمېر ملکیان یرغمل کړل. په دې برید کې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي کې لږترلږه ۴۰۰ مسافر سپاره وو، او د برید مسولیت بلوڅو ازادي غوښتونکو منلی و.
موضوع: مستونګ کې د پولیسو تښتول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS