د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنتکام، د هغه توغندي یا ډرون په اړه چې د وږي په ۱۰مه، د سې شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې هرمز تنګي ته نږدې د یو واده پر مراسمو لګېدلی، پلټنې پیل کړې. په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د «اکسیوس» ویبپاڼې د راپور له مخې، د امریکايي چارواکو په وینا، د سنتکام قوماندان اډمیرال برډ کوپر د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې د څېړنې امر کړی دی. تر اوسه امریکا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو ایرانی چارواکو د دې پېښې پړه د امریکا پر پوځ اچولې ده.
د امریکايي چارواکو په خبره، د برید هدف یوه مخابراتي ستنه وه چې د ملکي او پوځي اړیکو لپاره کارېدله. امریکايي پوځ د برید پر مهال اخیستل شوي انځورونه او د هدف د پېژندلو پروسه ارزوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د پنجشنبې په ماښام وویل چې واشنګټن د دې پېښې په اړه پلټنې کوي او غواړي معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي. هغه زیاته کړه: "که موږ تېروتنه کړې وي، بیا هم وایم چې دا زموږ او ایران ترمنځ لوی توپیر دی؛ کله چې زموږ پوځ تېروتنه وکړي، له هغې زده کړه کوي څو په راتلونکې کې لا ښه شي."
د سنتکام ویاند هم ویلي چې امریکايي پوځ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له راپورونو خبر دی او دا موضوع څېړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه "هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."
موضوع: د امریکا پوځ د ایران په واده کې د برید پلټنې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS