د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپور شوي راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره دی، څرګندوي چې د ایران حکومت ماشومان په پوځي فعالیتونو کې جذبوي. دغه راپور د تلې په ۱۶مه خپور شوی او د ۱۴۰۴ کال د وري له ۱۱مې تر ۱۴۰۵ کال پورې موده رانغاړي. په دې موده کې د تېر کال د لاریونونو ځپلو پیښې هم شاملې دي.
راپور کې ویل شوي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ایراني ماشومان او همدارنګه افغان، پاکستاني او سوري کډوال ماشومان جذبوي. دغه ځواکونه د هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي چې ماشومان په زور په خپلو لیکو کې شاملوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د سپاه پاسداران د هغو هڅو یادونه شوې چې له ۱۲ کلنۍ څخه د ماشومانو د جذب لپاره پیل شوې وې. په دې کمپاین کې له ماشومانو څخه د «وطن د مدافعو جنګیالیو» په توګه یادونه شوې وه، چې هدف یې د رضاکارانو جذبول وو.
د بشري حقونو څار سازمان د دې کمپاین په اړه ویلي چې د ایران حکومت د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. د راپور له مخې، د ایران حکومت د یمن له حوثي وسلهوالې ډلې سره هم مالي مرستې کوي، چې دغه ډله هم ماشومان جذبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پای کې ویلي چې ایران د انسانانو د قاچاق پر ضد د مبارزې معیارونه نهپوره کوي او له همدې امله د ۲۰۲۶ کال په راپور کې د درېیمې درجې په ډله کې شامل شوی، چې دا د دې درجهبندۍ تر ټولو ټیټه درجه ده.
موضوع: ایران ماشومان په پوځي فعالیتونو کې کاروي
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports