د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي‌ای‌اې) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د القاعدې او د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن په اړه د امریکا ولسمشرانو ته وړاندې شوي څه باندې ۷۰ استخباراتي راپورونه محرمیت لېرې او خپاره کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اسناد د بېل کلنټن او جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ دورې رانغاړي او ښيي چې د القاعدې د فعالیتونو په اړه د سي‌ای‌اې د شنونکو ارزونې څنګه په تدریجي ډول پرمختګ کړی دی.

په یوه راپور کې چې د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۱۰مه چمتو شوی و، خبرداری ورکړل شوی و چې القاعده ممکن «له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د امریکا د یوه ښار پر لور» ولېږي. همدارنګه، د همدې کال په دسمبر کې په بل راپور کې د امریکا په اړه د بریدونو، په ځانګړې توګه د الوتکو د تښتولو، د احتمالي چمتووالي په اړه هم خبرداری ورکړل شوی و.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې، د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو او د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون باندې یې ولګولې، چې په دې پېښه کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.

د دې بریدونو د کلیزې په مناسبت، القاعدې د اسامه بن لادن او د هغه د زوی حمزه بن لادن تصویر لرونکې یوه ویډیو هم خپره کړې ده، چې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه د خلکو پام راجلبوي.

موضوع: د سپټمبر ۱۱مې بریدونو په اړه محرم راپورونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ