د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه یوه درېاړخیزه ناسته به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې ترسره شي.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ناسته د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال ترمنځ د خبرو پر بنسټ پلان شوې ده.
عرفات جمال په دې اړه څرګنده کړې چې د افغان کډوالو، په ځانګړي توګه د هغو د جبري ایستلو ستونزې به د اکتوبر په میاشت کې په سویس کې د جوړېدونکې نړیوالې غونډې په ترڅ کې هم وڅېړل شي.
په دې وروستیو کې، له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال یا خو په زور او یا خپله خوښه افغانستان ته راستنیدلي، خو لا هم دغه دوه هیوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه پاتې دي.
د دې ناستې هدف د افغان کډوالو د وضعیت ښه کولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ لارو چارو موندل دي. دا ناسته به د افغان کډوالو د حقونو او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو په موخه مهمه وي.
موضوع: افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستنېدل
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS