د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او ازبکستان د قشقه دریا ولایت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې ۲۰ هوکړه لیکونه د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړه لیکونه د وږي په اتمه، په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو او قشقه دریایي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شول. په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه دریایي ولایت چارواکو، د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه لیکونه په مختلفو برخو کې لاسلیک شوي، چې پکې د خوراکي توکو، سوداګریزو مالونو، ساختماني موادو، مالدارۍ، برقي وسایلو او مبل او فرنیچر شامل دي.
د هوکړه لیکونو د لاسلیک په خبر کې ویل شوي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت پلاوي او د ازبکستان چارواکو ترمنځ د کابل او تاشکند ترمنځ تګ راتګ زیات شوی دی. د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه یف تېره میاشت افغانستان ته سفر کړی و.
د دغه سفر وروسته، د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې راپور ورکړی چې افغانستان له چین او روسیې وروسته د ازبکستان په دریم لوی صادراتي بازار بدل شوی دی.
موضوع: افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ هوکړه لیکونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS