د پاکستان د اسلام اباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو مخنیوي لپاره موقت حکم صادر کړ. دغه حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د یوې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په اساس ورکړل شوی دی.

د اسلام اباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ دا حکم صادر کړ. عریضه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه وه.

د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.

تر دې مخکې، د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه، خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده. دا وضعیت د افغان محصلانو لپاره چې په پاکستان کې د طب په برخه کې زده کړې کوي، د اندیښنې وړ دی.

د دې حکم له مخې، افغان محصلان به تر دې وخته پورې د خپلو زده کړو د دوام لپاره له کومې خنډ سره مخ نه شي، تر څو چې د محکمې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې.

موضوع: افغان طبي محصلانو د زده کړو دوام

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ