د افغانستان د آزادۍ جبهې او د ملي خپلواکۍ جبهې دواړو ادعا کړې چې د پنجشنبې شپې په ۸:۳۰ بجو (د زمري ۱۵مه) یې د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخه برید کړی دی.
د آزادۍ جبهې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې برید په ترڅ کې یې د طالبانو پوځي تاسیساتو ته "درانه زیانونه" اړولي دي. دوی همداراز ادعا کوي چې په دې برید کې د طالبانو یو شمېر غړي وژل شوي او ټپیان شوي، خو د دقیقو شمېرنو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې، د ملي خپلواکۍ جبهې هم د همدې برید مسؤلیت منلی دی. دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې جبهې زړورو ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو پر پوځي مواضعو راکټي برید کړی دی. د دې جبهې په وینا، د برید په پایله کې "له ۱۰ ډېر طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي."
خو تر اوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې آیا دواړو جبههوو په هممهاله توګه جلا جلا بریدونه کړي، یا یوازې د یوه برید مسؤلیت یې منلی دی. د دې ادعاوو په اړه د طالبانو رسمي غبرګون لا تر اوسه نه دی راغلی.
د کابل هوايي ډګر د افغانستان د امنیتي او نظامي تاسیساتو له مهمو ځایونو څخه دی، او د دې ډول بریدونه د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې راپورته کوي. د دې بریدونو د پیښو په اړه نور معلومات او جزئیات لا هم په تمه دي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو