د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون د لاسلیک دوه ورځې وروسته، یمن کې حوثیانو اعلان وکړ چې د سعودي آرامکو د نفتو یوه پالایشگاه په جازان کې په نښه کړې ده. د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې یحیی سریع، د حوثیانو ویاند، نن (یکشنبه، ۱۸ اسد) وویل چې دغه پالایشگاه د یوه بې پیلوټه الوتکې له لارې هدف ګرځول شوې ده.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت نن سهار وویل چې د دې پالایشگاه کې اورلګېدنه مهار شوې، خو د اورلګېدنې علت یې نه دی څرګند کړی. دغه وزارت همدارنګه وویل چې په دې اورلګېدنه کې هیڅ ډول تلفات او انساني زیان نه دی رامنځته شوی او مسوول چارواکي په دې اړه کار کوي.
د جازان پالایشگاه د سعودي عربستان په جنوب لویدیځ کې، د سره سمندر په ساحل او د یمن د سرحد نږدې موقعیت لري. دغه پالایشگاه د ورځې ۴۰۰ زره بشکه خام نفتو د پالایش ظرفیت لري. حوثیان، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، مخکې هم د آرامکو د نفتو په تاسیساتو په جازان او ینبع کې بریدونه کړي دي.
دغه ډلې د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان کړی او د سعودي حکومت پورې اړوند ځینې کښتۍ په سره سمندر او د باب المندب تنگۍ کې په نښه کړي دي. د حوثیانو دغه بریدونه د سعودي عربستان پر وړاندې د تنشاتو زیاتېدو لامل شوي او د انرژۍ عرضه کې اختلال رامنځته کړی، چې له امله یې د نړیوال اقتصاد په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
موضوع: حوثیانو د سعودي آرامکو د نفتو پالایشگاه په نښه کړه
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز