د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، یمن حوثیانو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان په جازان سیمه کې یې د ارامکو د تېلو پر یوه چاڼځای برید ترسره کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن (یکشنبه، ۱۸ د زمري) وویل چې دغه برید د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په مرسته شوی دی.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت له غرمې مخکې اعلان وکړ چې په دغه چاڼځای کې د اورلګېدنې پېښه مهار شوې، خو د اورلګېدنې د علت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. وزارت زیاته کړې چې په دې پېښه کې هېڅوک نه دي وژل شوي او نه هم کوم زیان رامنځته شوی، او مسوول چارواکي د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د جازان د تېلو چاڼځای د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ کې، د سره سمندرګي پر ساحل او د یمن پولې ته نږدې موقعیت لري. دغه چاڼځای هره ورځ ۴۰۰ زره بېرله خامو تېلو د تصفیې ظرفیت لري.

حوثیان، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، تر دې مخکې هم په جازان او ینبع کې د ارامکو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي. دغه ډلې د سعودي عربستان پر سمندري محاصرې هم اعلان کړی او د سره سمندرګي او باب‌المندب تنګي کې یې د سعودي حکومت اړوند پر ځینو بېړیو بریدونه کړي دي.

د حوثیانو دغه بریدونه په سیمه کې کړکېچونه زیاتوي، د انرژۍ د عرضې د ګډوډۍ لامل کېږي او د نړیوال اقتصاد په اړه اندېښنې رامنځته کوي.

موضوع: حوثیانو د سعودي عربستان په جازان کې برید

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ