د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس څرګنده کړې، چې ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یورانیمو د غني کولو ظرفیت په پام کې نیولو سره کم کړي. ونس د چهارشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته وویل، چې امریکا له ایراني چارواکو سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي، خو یوازې د لفظي ژمنو پر بنسټ نه، بلکې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه، که ایران د اټمي وسلو د جوړولو اراده نه لري، نو د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو تولید ته اړتیا نه لري او باید د دې ظرفیت په اړه عملي ګامونه واخلي. په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل، چې د تهران تمرکز اوس د هرمز تنګي پر موضوع دی او په دې پړاو کې د اټمي پروګرام په اړه خبرې نه کوي.

دواړه هېوادونه د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره پر وړاندیزونو خبرې کوي، خو د مذاکراتو اجنډا او د ایران د اټمي پروګرام پر راتلونکي لا هم ژور اختلافات موجود دي. ونس د روېټرز د پوښتنې په ځواب کې د ایران چارواکو ته وویل: "که تاسو اټمي وسلې نه غواړئ، نو ولې د ۶۰ سلنه غني شوي یورانیمو ته اړتیا لرئ؟"

هغه ټینګار وکړ، چې که ایران غواړي د اټمي وسلو د نه جوړولو ژمنه ثابته کړي، نو باید د یورانیمو د غني کولو په ظرفیت کې "معنی لرونکی اقدام" وکړي. ونس وویل، چې امریکا لا هم د یوې هوکړې لپاره چمتو ده، خو دا هوکړه باید د ایران له لوري د اټمي پروګرام په برخه کې له مشخصو او عملي امتیازونو سره مل وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا وویل، چې تهران غواړي د منځګړو له لارې د امریکا د وړاندیزونو په اړه "نور وضاحتونه" وړاندې کړي، خو په اوسني پړاو کې یې تمرکز د هرمز تنګي پر موضوع دی.

موضوع: ایران د یورانیمو د غني کولو ظرفیت کمول

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ