جرمني د سوریایي کډوالو د پناه حق لغوه کولو پروسه چټکه کړې، او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د یو پر څلورمه برخه کډوالو خوندیتوب حیثیت لغوه کړی دی. د جرمني د مهاجرت او کډوالو لپاره د فدرالي ادارې (BAMF) د راپور له مخې، په روان کال کې د ۸۳۲۰ ارزونو په ترڅ کې، ۲۳.۲ سلنه سوریایي کډوالو ته د خوندیتوب حیثیت بېرته اخیستل شوی یا لغوه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۳.۷ سلنه سوریایي وګړو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی و. د راپور له مخې، د خوندیتوب حیثیت هغه وخت لغوه کېږي چې د کډوال اصلي هېواد وضعیت په بنسټیز ډول بدل شي.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې، د سوریې پخوانی واکمن بشار الاسد له نسکورېدو وروسته، سلګونه زره سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اکثریت دغه کډوال له ترکیې، لبنان او اردن څخه بیرته خپل هېواد ته تللي دي.

د جرمني حکومت د شمیرو له مخې، شاوخوا ۹۳۰ زره سوریایي کډوال په جرمني کې اوسېږي. د دې کډوالو د خوندیتوب حق لغوه کولو پروسه د دې ښکارندویي کوي چې جرمني د کډوالو د وضعیت په اړه نوې پالیسي غوره کړې ده، چې له مخې یې د سوریې د امنیتي وضعیت بدلون ته په کتو، د کډوالو د پناه حقونه بیا ارزول کېږي.

د جرمني حکومت د دې پروسې د چټکتیا په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو د کډوالو د خوندیتوب حق لغوه کول د هغو کسانو لپاره چې د سوریې د جګړې له امله کډوال شوي، د اندیښنې لامل ګرځي.

موضوع: جرمني کې د سوریایي کډوالو د پناه حق لغوه کول

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ