د بارسلونا کلب د اوړي په انتقالاتو کې خپلې بریاوې د خپل آلماني سرمربي، فلیک، ته منسوبوي. د اسپانیا ورځپاڼه اسپورت په یوه راپور کې د فلیک د مهم رول په اړه لیکي چې "یو تماس د فلیک له خوا هر څه بدلولی شي." د دې مثال په توګه، آنتوني ګورډن دی چې د بایرن مونیخ سره د یوځای کېدو په درشل کې و، خو د فلیک مستقیم تماس د حالاتو بدلون سبب شو. اوس ویل کیږي چې د رودري په اړه هم ورته وضعیت رامنځته شوی دی؛ د مانچسټر سټي هافبک چې غوښتل یې د رئال مادرید سره یوځای شي، د فلیک له تماس سره خپل نظر بدل کړی او اوس د بارسلونا په لور روان دی.
فلیک د خپلو تماسونو په ترڅ کې، پرته له دې چې مسایل پیچلي کړي، دقیقا تشریح کوي چې د لوبغاړو لپاره په ټیم کې څه رول لري او څه تمه لري. د اسپورت په وینا، همدا صراحت او روڼتیا لوبغاړو ته اجازه ورکوي چې ژر تصمیم ونیسي. د بارسلونا مدیر، دکو، او د مدیریت ټیم د خبرو اترو چمتووالی نیسي، خو په وروستي پړاو کې، د فلیک مستقیمې خبرې د بارسلونا لپاره د ګټې کچه لوړه کوي.
فلیک یوازې د نوي لوبغاړو جذبولو پورې محدود نه دی. هغه له هغو لوبغاړو سره هم صادقانه خبرې کوي چې ممکن د لوبېدو محدود فرصت ولري او که احساس کړي چې جلا کېدل د دواړو خواوو لپاره ګټور دی، نو دا موضوع ورته څرګندوي. ویل کیږي چې رونالد آراؤخو هم خپل شرایط درک کړي و، هغه مدافع چې په پای کې لیورپول ته لاړ.
فلیک د لاماسیا د روزل شویو استعدادونو ستاینه کړې، خو د هغه چلند واقع بینانه دی. هغه یوازې د لوبغاړو د شمېر زیاتولو لپاره نوي لوبغاړي نه غواړي او که چیرې یو لوبغاړی د ټیم پروژې لپاره مناسب نه وي یا باور ولري چې د لوبېدو کافي فرصت نلري، نو دا موضوع به صراحتا له هغه سره شریکه کړي.
دا چلند فلیک ته دا توان ورکړی چې په تدريجي ډول د کلب په ورزشي پریکړو کې زیات نفوذ پیدا کړي او د بارسلونا مدیریت هم د هغه د ګډون کچه په پروژې کې خوښوي. اسپورت په پای کې ټینګار کوي چې فلیک یوازې د بارسلونا سرمربی نه دی، بلکې د کلب د ورزشي پروژې په جوړولو کې یوه کلیدي څېره ګرځېدلې ده. د هغه د انتقالاتو په رول او د لوبغاړو سره د مستقیمې اړیکې له امله، ممکن "د فلیک ټلیفون" د بارسلونا لپاره په دې اوړي کې د خپلو سیالانو پر وړاندې یوه مهمه وسیله وي.
موضوع: د بارسلونا د انتقالاتو بریاوې
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز