د تایلنډ پولیسو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د نونتابوري ولایت په یوه ښوونځي کې د یوه زدهکوونکي له لوري د ډزو له امله یو ښوونکی وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن جمعه، د زمري ۱۶ نېټه، د بانک کروای په سیمه کې رامنځته شوې. د نونتابوري ولایت د پولیسو قوماندان ویلي چې بریدګر زدهکوونکی وروسته له دې چې ډزې وکړې، ځان وژلی دی.
پولیسو ویلي چې په ټپیانو کې یو ښوونکی او درې زدهکوونکي شامل دي. یو ۱۸ کلن زدهکوونکی چې د پېښې شاهد و، ویلي: "په لومړي سر کې مې فکر نه کاوه چې د ټوپک ډزې دي. د پرلهپسې ډزو ډېر غږونه واورېدل شول؛ بنګ، بنګ، بنګ. وروسته چوپتیا شوه، بیا بېرته پیل شوې."
د رویټرز راپور زیاتوي چې په هغه ښوونځي کې چې دغه پېښه پکې شوې، په ۲۰۰۵ کال کې ۳۱۰۰ زدهکوونکي او ۱۴۷ ښوونکي ثبت شوي و. تر اوسه پورې د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه.
تایلنډ کې په تېرو کلونو کې د ښوونځیو پر وړاندې د ډزو پېښې رامنځته شوې دي. د فبرورۍ په میاشت کې هم په دغه هېواد کې د هات یای په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی و. دا پېښې د ښوونځیو امنیت ته جدي ګواښونه وړاندې کوي او د خلکو اندېښنې زیاتوي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو