بریتانیا اعلان کړی چې د یمن د حوثیانو د راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع په موخه به د خپل هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې په دفاعي مأموریتونو کې وکاروي.

په ورته وخت کې، ترکیه له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون د تصویب لپاره خپل پارلمان ته وړاندې کړی دی. دا دواړه پرمختیاوې د سې‌شنبې په ورځ (د میزان ۲۸مه) په داسې حال کې اعلان شوې چې د ایران له ملاتړ برخمن حوثیانو د سعودي عربستان پر خاوره خپل بریدونه زیات کړي او په یمن کې دننه هم جګړو د وژل شویو او بې‌ځایه شویو کسانو شمېر لوړ کړی دی.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو تأسیساتو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع مأموریتونه ترسره کړي، تر څو دغه سیمې د بې‌پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو پر وړاندې خوندي وساتي. د وزارت په وینا، د بریتانیا جنګي الوتکې به یوازې دفاعي مأموریتونه ترسره کړي او د حوثیانو پر ضد به په تهاجمي بریدونو کې برخه وانه‌خلي.

د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ، د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه په سیمه کې د کړکېچ زیاتوالی څرګندوي. هغه د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د ټایفون جنګي الوتکو د استولو پرېکړه‌یې د پارلمان ته هم سپارلې ده.

سټرېټینګ زیاته کړه: "د کړکېچ دغه زیاتوالی د منلو وړ نه‌دی. بریتانیا هغه هېواد دی چې که متحدین یې د مرستې غوښتنه وکړي، نو ځواب یې ورکوي." هغه په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ اقتصادي پایلو ته په اشارې وویل چې د بریتانیا خلک هم د ژوند د لګښتونو او د تېلو د بیو له لارې د دغه بحران اغېزې احساسوي.

د لندن دغه تازه پرېکړه د سعودي عربستان د حکومت د غوښتنې په ځواب کې شوې ده. بریتانیا به د ټایفون جنګي الوتکو ترڅنګ، یوه اطلس «اې ۴۰۰ اېم» (A400M) پوځي ترانسپورتي الوتکه او یو شمېر پوځي سلاکاران هم واستوي. دا اقدام د سعودي عربستان ته د بریتانیا د پوځي مرستو د زیاتولو په لړ کې ترسره کېږي.

موضوع: بریتانیا د سعودي عربستان د دفاع لپاره جنګي الوتکې استوي

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ