په افغانستان کې د جګړو قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت د تأمین په اړه ناامیدي څرګندوي. د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په یوه تازه راپور کې د دغو قربانیانو سره مرکې کړې او هغوی ویلي چې د حق غوښتنې لپاره یې د مسؤلو ادارو دروازې ټکولې، خو هیڅ مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

یو شمېر قربانیان د دې ویرې له امله چې له غوښتنو سره یې غچ اخیستل کیدی شي، د حق غوښتنه نه کوي. دوی ټول د جګړو له امله د فزیکي، رواني، ټولنیز او اقتصادي زیانونو یادونه کوي چې تر اوسه یې اغیزه پر دوی پاتې ده. د یوناما د راپور له مخې، د ۱۹۵ قربانیانو اکثرو د رواني ستونزو لکه خپګان او اضطراب یادونه کړې.

د کابل اوسېدونکی محمد چې په ۲۰۲۰ کال کې د کوثر دانش په تعلیمي مرکز کې د انتحاري برید قربانی و، وایي چې د دې پېښې قربانیان هېر شوي دي. هغه فرانس‌پرس ته وویل چې د برید په ترڅ کې یې ډېر ملګري ووژل شول او پخپله هم ټپي شو. د برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر غاړه و.

خان یوسفي، چې زوی یې د حکومتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی، وایي چې د حق غوښتنې لپاره یې د مختلفو ادارو دروازې ټکولې، خو غږ یې نه دی اوریدل شوی. هغه د خپل زوی د وژنې په اړه وویل چې د جمهوریت په دوره کې د ټانک له خوا وژل شوی و.

یوناما په راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د جګړې له امله ۴۰ زره ملکي وګړي وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي. د راپور سرپرستې جورجیټ ګانیون د قربانیانو اړتیاوو ته د رسیدګي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې. د طالبانو چارواکو د مالي منابعو کموالي ته اشاره کړې او دا یې د قربانیانو د مرستې لپاره یو خنډ بللی دی.

موضوع: د افغانستان جګړو قربانیان

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ