د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هماهنګي دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د انفجاري مهماتو له امله د پېښو ۷۸ سلنه قربانيان په تېرو اته میاشتو کې ماشومان دي. اوچا د چهارشنبې په ورځ «۱۵ میزان» د اکس په شبکې کې یوه ویدیو خپره کړه چې په کې د کندهار ولایت کې د یوه ناپېژندل شوي بم د له منځه وړلو پروسه ښودل شوې ده، چې په کې د دې ادارې استازې اولگا چریفکو هم ګډون کړی و.
اوچا وايي چې د انفجاري موادو پاتې شوني لا هم د افغانستان خلکو لپاره ورځنۍ ګواښ دی. د دې ادارې په وینا، د دې بحران د حل لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالر بودیجه ته اړتیا ده، خو یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر تامین شوي دي. ماینونه او ناپېژندل شوي مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو میراث دی.
په تېرو څلورو لسیزو کې، د افغانستان مختلفې سیمې د مختلفو ډلو له خوا ماینونه ځای پر ځای شوي او ناپېژندل شوي مهمات هم په بېلابېلو برخو کې پاتې دي. د ماشومانو د نجات سازمان «سیف د چلدرن» په یوه راپور کې ویلي چې له جنوري ۲۰۲۵ څخه تر جنوري ۲۰۲۶ پورې، لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان، چې پکې هلکان او نجونې شاملې دي، د ناپېژندل شوي مهماتو د انفجار له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.
د اوچا راپور د دې حقیقت څرګندونه کوي چې ماشومان د جګړو او شخړو په ترڅ کې تر ټولو زیانمن شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د انفجاري مهماتو خطر لا هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې موجود دی او د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ دی.
موضوع: د انفجاري مهماتو قربانيان
سرچینه: Azadi Radio افغانستان