د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا، په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تیر کال له ویجاړونکې زلزلې وروسته، لاهم سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه پاتې دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اوچا په خپله ایکسپاڼه کې څرګنده کړې چې د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او معیشت د بېرته رغولو لپاره د مرستې اړتیا شته. د دې ادارې کارکونکې، امی مارټین، چې د مزاردره په سیمه کې د بې ځایه شویو وضعیت ته نږدې کتنه کړې، ویلي چې د زلزلې له امله په سلګونو کورنۍ د سختو حالاتو سره مخ دي.

مارټین په یوه خپره شوې ویډیو کې د بې ځایه شویو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له زلزلې وروسته یوازې څو زره کورنیو ته محدودې لومړنۍ مرستې رسېدلي، خو لاهم سلګونه کورنۍ د دایمي سرپنا او معیشت د رغولو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د تیر کال د اګسټ په ۳۱ نېټه د زوروې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ و، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا دوه زره کسان مړه او له درې نیم زره زیات ټپیان کړل. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې، دغه زلزلې څه باندې اته زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړل. نړیوال بانک هم په دې اړه د مالي زیانونو کچه شاوخوا ۱۸۳ ملیون ډالره اټکل کړې ده.

د اوچا ادارې په دې اړه ټینګار کړی چې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د مرستې په برخه کې بیړنی ملاتړ اړین دی تر څو دوی وکولی شي خپلو عادي ژوند ته راستون شي.

موضوع: د ختیځ زلزلې له امله بې ځایه شوې کورنۍ

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ